پغمان ولسوالۍwreNnUaj EyQGt . 0 )vofnyJjlnroeao 0 4. 6QG
لطفاً د دې ليکنې په غځولو سره دا ليکنه پياوړې کړۍ. د دې ليکنې په اړه نور مالومات تاسې د خبرواترو مخ کې موندلی شی. |
پغمان ولسوالۍ | |
---|---|
په کابل ولايت کې موقعيت
| |
کورډېناټونه: ۳۴°۳۵′۰۰″شمال ۶۸°۵۷′۰۰″ختیځ / 34.58333333°شمال 68.95°ختيځ | |
ادارې وېش | |
هېواد | افغانستان |
ولايتونه | کابل ولايت |
پلازمېنه | پغمان |
سیمه | |
آخر معلومات | |
وخت زون | ا.م.و (ه.ن.و+04:30) |
جيو کوډ | 7053080[۱] |
سمول |
د پغمان ولسوالۍ د کابل ولايت لوېديځې برخه کې پرته ولسوالۍ ده. په دغې ولسوالۍ کې د مېشتو خلکو شمېر ۱۲۰۰۰۰ وگړو ته رسېږي او نژدې ۲۰۰۰۰ نور وگړي را ستانه شوي کډوال دي. د پغمان د ولسوالۍ ۷۰٪ وگړي پښتانه، او پاتې ۳۰٪ برخه دېگان جوړوي.[۲]
د پغمان ولسوالۍ په لوېديځ کې د وردک او پروان ولايتونو سره پولې لري، همداراز دغه ولسوالۍ په سهېل کې د شکردرې د ولسوالۍ سره، ختيځې خوا کې د کابل سره او سوېل ختيځ لورې ته د چار آسياب ولسوالۍ سره خپلې پولې شريکوي. د پغمان ولسوالۍ پلازمېنه د پغمان ښارگوټي په نامه يادېږي او همدا ښارگوټی د پغمان د ولسوالۍ په سهېل ختيځه برخه کې پروت دی.
په افغانستان کې د جگړو پر مهال د پغمان ولسوالۍ يوه د هغو ولسواليو نه ده چې ډېر زيان ورپېښ شوی، د دغې ولسوالۍ ۵۰٪ ودانۍ په بېلابېلو جگړو کې له مېنځ تللي. په افغانستان کې د بېلابېلو وختونو جگړو گڼ شمېر خلک د پغمان ولسوالۍ نه بېځايه کړل. د دغې ولسوالۍ تر ټولو اهم عايدات د کرهڼې، مالدارۍ او مزدورۍ له لارې لاس ته راځي.
د پغمان ولسوالۍ اداري وېش[سمول]
د پغمان په ولسوالۍ کې ۱۰۷ کلي دي:
|
|
|
|
|
|
مېوې[سمول]
په دې ولسوالۍ کې لاندې مېوې حاصل ورکوي:
- آلوبخارا
- آلوچې
- انگور
- بادام
- بهي
- توت
- چارمغز
- خوبانۍ
- زمکني توت
- سنځلې
- شاتوت
- شفتالو
- غونځې
- فارموسا
- گيلاس
- مڼې
- ناک
سرچينې[سمول]
- ↑ منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
- ↑ UNHCR profile for Paghman District
- Paghman District Map (Source: AIMS)
د کابل ولسوالۍ |
|
---|---|
استالف • بگرامي • پغمان • چهار آسياب • خاکجبار • ده سبز • سروبي • شکردره • قره باغ • کابل (پلازمېنه) • کلکان • گلدره • موسيي • مير بچه کوټ |
Vvl n iclvg8d lesbf UcajiKanciiwNtob tfEhse ydG2aGq7 e